خامخا پوهېږئ چې د کومې دندې په مرکه کې چې ترسره کوئ یې لومړۍ اغېزه ډېر اهمیت لری. او ښایی چې دا ټکى مو منلى هم وی، ځکه چې اوس یو نوى کار لرئ. آیا پوهېدئ چې د یوه نوی کار په پیل کې هم لومړۍ اغېزه اهمیت لری؟ د څو لومړیو، ګړیو، ورځو یا آن اونیو په اوږدو کې چې نوى کار پیولوئ ، ستاسو نوى رئیس او ملګری ستاسو په اړه خپل فکر اړوی او همدا مسئله هغه پاتې وخت چې له دې ګومارونکی سره یې تېروئ ټاکی. د بېلګې په توګه که په هماغه پیل کې د داسې وګړی په توګه چې د مسئولیت له منلو څخه ځان تېروئ وپېژندل شئ په ډېرې ستونزې سره کولى شئ هغه سرېښ چې په تاسو باندې نښلېدلى دى وشکوئ او خپل دریځ ته بدلون ورکړئ، آن که په حقیقت کې لیاقت یې هم ولرئ. پر عکس د دې، که په څو لومړیو اونیو کې سخت کار وکړئ، په راتلونکی کې ستاسو رئیس او ملګری به په ډېره آرامۍ سره ستاسو له تېروتنو څخه تېر شی.
لاندې لسو هغو ټکو ته اشاره کوم چې کولى شی په فوق العاده توګه ستاسو په رئیس او ملګرو باندې اغېزه واچوی.
1. د کارونو په منځ کې لږ آرام وکړئ
که د یوه نوی کار په لور له خوځښت څخه مخکې لږ دمه وکړئ او ذهن مو آرام وساتئ، کولى شئ مخکینی کاری پلانونه له خپل ذهن څخه پاک او ځان نویو پروګرامونو ته چمتو کړئ. انسانان عادت مخلوقات دی. هره دنده، په ځانګړې توګه هغه کار چې ډېر وخت مو پکې تېر کړى وی، ستاسو په ژوند کې یو ډول خوى او عادت رامنځ ته کوی او سبب کېږی پرته له دې چې تاسو وغواړئ، بدلون ته میل ونه لرئ. د مخکینی او هغه کار چې غواړئ نوى یې پیل کړئ په منځ کې څو ورځې استراحت کولى شی له تاسو سره مرسته وکړی چې ځان د نوی کار او چاپېریال سره د عادت لپاره چمتو کړئ.
2. څېړنه وکړئ.
ښایی چې د مرکو او کار په لومړیو کې مو د خپل ګومارونکی په اړه ښه څېړنه کړې ده. اوس وخت رارسېدلى چې خپلې څېړنې ختمې کړئ او د نوی ګومارونکی په اړه مو خپل درک بشپړ کړئ. که د خپل مخکینی او نوی کار تر منځ څو ورځې دمه وکړئ کولى شئ له هغه وخت څخه د دې موخې لپاره ګټه پورته کړئ. د نوی ګومارونکی په اړه د څېړنې لپاره د دې نوی شرکت په اړه هره لیکنه له تاسو سره مرسته کوی چې له دې جملې څخه یو هم د کار کوونکو لارښوود کتاب دى. ستاسو موخه دوه اړخه لری: یو، د هغه کار په اړه پوهېدل چې ستاسو شرکت یې ترسره کوی او دا چې تاسو د هغوى لپاره څه په درد خورئ او بل دا چې پوه شئ له خپل کاری چاپېریال څخه څه تمه لرئ. که تاسو او یا په شرکت کې کوم بل کس ستاسو د تخصص اړوند کوم څوک پېژنی، پلان جوړ کړئ او له ملاقات څخه یوه ورځ مخکې د غرمې یا یوې قهوې لپاره له هغوى سره د کتنې وخت وټاکئ او په دې کړنلارې سره له هغوى څخه مالومات ترلاسه کړئ.
3. مسلکی جامې واغوندئ
د یوه منظم او مرتب ظاهر ښکاره کول ستاسو د کار په عادت او برخې باندې مثبته اغېزه کوی. په پایله کې، کله چې نوى کار پیلوئ، باید د خپل کار له صطحې څخه یوه یا دوې درجې لوړې جامې واغوندئ. کله چې څو مهمې او حیاتی ورځې تېرې شوې، کولى شئ لږ آرامې جامې واغوندئ؛ له دې پرته چې اندېښمن شئ نور وانګیری ستاسو مالی وضعیت ښه نه دى.
4. ژر راشئ وروسته لاړ شئ
که داسې وی چې له هرچا څخه وروسته شرکت ته داخل شئ او له هر چا څخه ژر بهر شئ ، سبب کېږی چې نور و انګېری چې تاسو په هغه چاپېریال کې د شتون علاقه نه لرئ. دا کېدى شی ډېر خطرناک وی، په ځانګړې توګه د کار په څو لومړیو اونیو کې مو. په بدل کې، هڅه وکړئ تل له نوروڅخه لږ مخکې د خپل کار ځاى ته ورسېږئ او د هغه ځاى د پرېښودلو لپاره هم بیړه ونه لرئ. دا کار سبب کېږی ټول و انګېری چې له خپل کار سره مینه لرئ او وروسته په راتلونکی کې که کومه ورځ ناوخته کار ته ورسېږئ ټول فکر کوی چې خامخا مو کومه مهمه ستونزه لرله.
5. خپل ملګری (همکاران) وپېژنئ
په خپل کاری ځاى کې د پخېدو لپاره باید کوښښ وکړئ ځان د شرکت په ټولنیز جال کې ګډ کړئ. که خوښېږی مو او که مو نه خوښېږی، د ورځې ډېرى ګړۍ له همدې وګړو سره تېروئ. سربېره پر دې، د دې وګړو آندونه کولى شی په کار کې ستاسو پر بریالیتوب نېغه اغېزه ولری او همدارنګه سبب کېږی په کاری محل کې له خوښیو ډکې شېبې ولرئ. هر کار چې کوئ، کوښښ کوئ چې ځان له ملګرو څخه لرې نه کړئ. سره له دې چې کېدى شی خوښېږی مو له خپلو مخکینیو ملګرو سره غرمه وخورئ خو په دې کار سره خپلو نوو ملګرو ته یواځې ښیئ چې تاسو یو له هغوى څخه نه یاستئ. نو هڅه وکړئ چې له خپلو نوو ملګرو سره د غرمې او چى خوړلو په وخت کې اړیکه ټینګه کړئ.
6. مرسته وغواړئ
یو بل له هغو کارونو څخه چې په نوی کاری ځاى کې د پخېدو لپاره اړین دى ترسره یې کړئ، مرسته غوښتل دی. خو ډېرى وګړی داسې انګیری چې دا کار د هغوى د وضعیت کمزوری ښیی، په حقیقت کې، پرعکس د دې مسئلې رښیتې ده. که له خپلو ملګرو څخه د مرستې غوښتنه و نه کړئ، یواځې خپل ځان له هغوى څخه لرې کوئ او سربېره پردې د نه منلو وړ تېروتنو لپاره ډېر وخت او انرژی له لاسه ورکوئ. خو کېدى شی نه مو خوښېږی یوه پوښتنه په وار وار وکړئ. که فکر کوئ کوم پېچلى کار ستاسو لپاره ستونزمن دى، یا په بشپړه توګه کومه ښه خاطره نه لرئ، کله چې له خپلو ملګرو څخه مرسته غواړئ، ویې لیکئ. که هره پوښتنه یواځې یو ځل وپوښتئ، رئیس او ملګری مو ډاډ پیدا کوی چې باهوښه او وړ یاستئ.
7. داوطلبه شئ
په څو لومړیو اونیو کې په ډاډ سره ستاسو ګومارونکى ستاسو د نورو ملګرو په پرتله تاسو ته سپک او آسانه کارونه سپاری. سره له دې چې تمه نه کېږی ډېر ژر پرمختګ وکړئ خو رئیس مو تمه لری کله چې د ډېر کار د ترسره کولو لپاره وړتیا پیدا کړئ څرګنده یې کړئ. له هغه څو اونیز سپک کار څخه استفاده وکړئ او ډېر ښه په خپل کار باندې فکر غونډ کړئ او هر کار چې تاسو ته سپارل کېږی په ځیرکتیا او پاملرنې سره یې ترسره کړئ او هڅه وکړئ په خپل کار کې وړتیا تر لاسه کړئ. او تاسو خپله د شرکت څارونکی ته ووایئ چې نوی مسئولیت او د ډېرو کارونو ترسره کولو ته چمتو یاستئ. هر څومره چې ژر وکولى شئ د سختو او درنو کارونو ترسره کولو ته چمتو شئ، هم په رئیس او هم په ملګرو به ډېره مهمه اغېزه واچوئ. آن کولى شئ د ځینو ځانګړو پروژو د ترسره کولو لپاره داوطلبه شئ. خو په یاد مو وی چی یواځې هغه وخت دا کار وکړئ چې ډاډمن یاستئ کولى شئ خپلې ټولې دندې په ښه توګه ترسره کړئ.
8. پلان جوړ کړئ
د یوه پلان لرل سبب کېږی خپل کارونه ښه کنټرول کړئ او په هماغه لومړیو اونیو کې خپلو موخو ته ورسېږئ. ستاسو په پلان کې باید ټول هغه څیزونه چې باید زده یې کړئ شامل وی، او همدارنګه د ځان لپاره څو موخې چې تاسو ته انګېزه درکړی. موخې او هغه وړتیاوې مو چې باید زده یې کړئ په ترتیب سره د لومړیتوب له مخې وټاکئ. په یاد مو وی مهم ټکى دا دى چې د خپل ځان لپاره پېچلتوب رامنځ ته کړئ تر څو ستاسو لپاره د انګېزې سبب شی خو په داسې کچې سره نه چې زړه مو له کار څخه سوړ کړی. ښکلى کار چې کولى شئ ترسره یې کړئ دا دى چې خپلې موخې او پرمختګونه خپل رئیس ته وړاندې کړئ. سره له دې چې شونې ده و انګېرئ دا کار مو ځان ښودنه وی، خو ستاسو د رئیس لپاره د ځاى غوښتنې او نظم نښه ده.
9. له خپل رئیس سره اړیکه ټینګه کړئ
لکه څنګه چې د خپلو موخو په اړه د رئیس خبرول کولى شی په هغه باندې یوه ښه مثبته اغېزه او له تاسو سره مرسته وکړی، ستاسو د کار د بېلابېلو اړخونو په اړه له هغه سره خبرې هم کولى شی ستاسو په اړه د هغه ډاډ او اطمنان جلب کړی. ستاسو رئیس په دې دلیل تاسو ګومارلی یئ چې د هغه لپاره تاسو یو تر ټولو غوره کس یاستئ او په بل عبارت هغه ستاسو په اړه زیان منلى او مطمئناً خوښوی چې ستاسو له پرمختګونو څخه خبر وی.
10. مثبت لیدلوری ولرئ
خوښ باوره وګړی تل په نورو باندې غوره اغېزه اچوی. هغه وګړی چې د کاراو مسئولیتونو او نوو ستونزو لپاره مثبت لیدلوری لری او خوښ باوره دی، په ډاډ سره ډېر د ټولو د خوښې وړ ګړځی، کله چې له نوو وګړو یا خپلو ملګرو سره په نښه کېږئ، تل موسکا کوئ. د کوم څیز په اړه له ګیلې او شکایت څخه ځان وساتئ. د څو لومړیو اونیو په اوږدو کې د خپلو ټولو ملګرو د کار د محل په اړه له غیبت کولو څخه ځان لرې وساتئ.